دلغمان چارواکي وايي د شاوخوا دوه سوو زرو امريکايي ډالرو په لګښت يې پينځو ښوونځيو ته د احاطې جوړونې کارپيل کړى او په څه کم لس لکو افغانيو يې يوه بل ښوونځي ته احاطوي دېوالونه جوړ کړي.
دلغمان چارواکي وايي د شاوخوا دوه سوو زرو امريکايي ډالرو په لګښت يې پينځو ښوونځيو ته د احاطې جوړونې کارپيل کړى او په څه کم لس لکو افغانيو يې يوه بل ښوونځي ته احاطوي دېوالونه جوړ کړي.
د لغمان د پوهنې رېس اسدالله روياکليد ته وويل په دې ښوونځيو کې د مرکز مهترلام د شېرګړ،عبدالله لغماني،علي خېلو،عصمت الله او د قرغيو ولسوالۍ د فرمان خېلو ښوونځى شامل دى.
د روياپه وينا دا ښوونځي ورته د امريکا د پراختيايي ادارې يوسايډ اېډيانيو څانګه په دوو مياشتو کې جوړوي چې ورسره به د ګڼو زده کوونکو ډېرې ستونزې حلې شي.
د لغمان د پوهنې رېس وايي د شېرګړ ښوونځى بېخي عمومي سړک ته نېږدې و چې د موټرو د تګ،راتګ دوړو او غږونو يې درسي چاپېريال زيانمنوه.
رېس وايي پردې ښوونځيو سربېره چې ايډيانيو يې د حاطې جوړونې کار پيل کړى،د دوى رياست هم له خپلې عادي بوديجې څخه په قرغيو ولسوالۍ کې د ګل پاچا الفت د نجونو لېسې ته په څه کم لس لکه افغانيو احاطوي دېوالونه جوړ کړي.
په لغمان کې شپږو ښوونځيو ته د احاطوي دېوال جوړونې د هڅې خبره په داسې مهال کېږي چې د چارواکو په وينا څه باندې دېرش نور ښوونځي لا هم په ازاد ميدان کې بې دېواله فعاليتونه کوي او زده کوونکي يې خورا ستونزو سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

