په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان پر نورستان د واورو د ورښت په پيلېدو سره وايي، چې د دې ولايت د سقوط شوې کامدېش ولسوالۍ د بيرته نيونې لپاره فضا مساعده ده او پردې سيمې بايد پوځي عمليات وشي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان پر نورستان د واورو د ورښت په پيليدو سره وايي چې د دې ولايت د سقوط شوې کامدېش ولسوالۍ د بيرته نيونې لپاره فضا مساعده ده او پردې سيمې بايد پوځي عمليات وشي.
مل پاسوال امين الله امرخېل کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې دا خبره وکړه او ويې ويل د وسله والو طالبانو له واکه د کامدېش په نيونې سره کېداى شي چې بله محاصره شوې ولسوالي برګېمټال هم پوره د دولت واک لاندې راشي.
د امرخېل په و ينا دې کار ته اوس په دې زمېنه ښه مساعده ده چې د ده په خبره د واورو ورښت پاکستاني طالبان اړوېستي چې له نورستانه خپلې سيمې ته شاتګ وکړي او سيمه تشه پرېږدي.
قومندان امرخېل زياتوي چې عمليات د دوى د پوليسو کارنه دى او بايد نور ځواکونه دې کار ته پاملرنه وکړي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ځواکونو قومندان بريد جنرال محمد افضل بيا کليد ته وويل، چې اوس پر نورستان د عملياتو پلان نه لري او په راتلونکي کې به دې سيمې ته د عملياتو پلان جوړوي.
د هغه په و ينا اوسني تصفيوي عمليات يې په نورو درېيو ختيزو ولايتونو کې پلان شوي،خو په دې اړه يې نور جزيات ورنکړل.
څه موده وړاندې د نورستان والي هم کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې له وسله والو طالبانو څخه د کامدېش ولسوالۍ د نيونې غوښتنه کړې وه.
کامدېش د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې هغه ولسوالي ده، چې برګمټال ته پرې لاره تللې، خو اوس د برګمټال خلک او دولتي ځواکونه په دې هغې ولسوالۍ ته ځمکنى تګ،راتګ نه شي کولاى، چې لاره يې وسله والو طالبانو تړلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


