ځايي چارواكي وايي، چې په فاریاب کې د دولت څلور وسله وال مخالفین د خپل میان په چاودنه كې ووژل شول. یاده چادونه د دې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې را منځته شوې ده.
ځايي چارواكي وايي، چې په فاریاب کې د دولت څلور وسله وال مخالفین د خپل میان په چاودنه كې ووژل شول.
یاده چادونه د دې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې را منځته شوې ده.
په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قولو اردو د لومړۍ لېوا د اوپراسیون آمر ډگرمن عبدالطف وایي، چې دغه كسان هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې د غورماچ ولسوالۍ په آب ګرمك سيمه كې د ملي اردو د ځواكونو په لاره كې ماين ښښ كړي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې ورستیو کې دا څومه پېښه ده، چې پکې د دولت مخالفین د خپلو ماینونو د چاودنې له امله وژل کېږي.
تېره اونۍ هم د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د دولت یو تن مخالف ماین جوړونکی هغه مهال ووژل شو، چې په خپل کور کې یې ماین جوړاوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


