د المپيك د ملي كمېټې مشر بريد جنرال محمد ظاهر اغبر د پكتيا ولايت له لوبغاړو او ولايتي چارواكو سره په يوه غونډه كې د ګډون پر مهال وويل، چې لوبې د هېواد د ملي وحدت، روغې جوړې او بيا ابادۍ وسيله ده.
د المپيك د ملي كمېټې مشر بريد جنرال محمد ظاهر اغبر د پكتيا ولايت له لوبغاړو او ولايتي چارواكو سره په يوه غونډه كې د ګډون پر مهال وويل، چې لوبې د هېواد د ملي وحدت، روغې جوړې او بيا ابادۍ وسيله ده.
نوموړي په ټولو لوبغاړو غږ وكړ، چې يوازې دې د هېواد ملي ګټو او ملي احساس له مخې د وياړ خپلولو هڅې وكړي.
اغبر زياته كړه: همدا لوبې وې، چې د افغانانو هويت يې نړيوالو ته وښود او له همدې لارې د افغانستان ملي بيرغ په نړۍ كې ورپېد.
اغبر لوبغاړو ته په خپله وينا كې وويل، چې د خپلو مټو زور دې د ملي يوالي او ملي ګټو په پار وازمايي، ځكه، لوبې د هېواد د هويت څرګندويي كوي.
د پكتيا والي جمعه خان همدرد هم له ځوانانو څخه د سولې، بيا رغونې او ملي يوالي په راوستو كې د مرستې غوښتنه وكړه.
همدرد په خپلو خبرو كې وويل: كه د ځوانانو روحيه په سم او ملي احساس سره وروزل شي، نو د ټول هېواد لپاره د رغون او سمون په برخه كې بسنه كوي.
د پكتيا ولايتي چارواكو او د المپيك د ملي كمېټې مشر د خپل سفر په ترڅ كې په ګردېز كې له جوړېدونكي لوبغالي څخه هم ليدنه وكړه.
پاتې دې نه وي، چې په پكتيا كې دا مهال فوټ بال، كركټ، واليبال، كراټې، نيزه بازۍ او نورې لسګونه لوبډلې په لوبو بوختې دې، خو لا هم په دې ولايت كې د يوې لوبې د لوبغاړو لپاره وړ لوبغاړى نشته، يوازينى يو لوبغالى د جوړېدو په حال كې دى، چې د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورته لګښت وركړل شوى، چې په ۱۴ جرېبه ځمكه كې جوړېږي او په يو وخت كې به د ۱۰۰۰۰ سيل كوونكو ځاى ولري، چې تراوسه يې چارې نه دي بشپړې شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


