ځايي چارواكو په تخار ولایت کې له دولت سره د ۹ وسله وال طالبانو د یوځای كېدو خبر وركړ. د تخار د والې ویاند فيض محمد توحيدي په یوه ځانګړې مرکه کې کلید ته وویل،
ځايي چارواكو په تخار ولایت کې له دولت سره د ۹ وسله وال طالبانو د یوځای كېدو خبر وركړ.
د تخار د والې ویاند فيض محمد توحيدي په یوه ځانګړې مرکه کې کلید ته وویل، چې دغه كسان تېره ورځ له ماسپیښین وروسته د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سولې له بهیر سره یوځای شول.
نوموړي زياته كړه: په دغه ۹ کسیزه ډله کې د طالبانو یو تن ځايي قومندان هم شامل دی.
نوموړی زیاتوی، چې له دولت سره یو ځای شویو کسانو ۶ میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا، یو میل راکټ لانچر او یو میل کره بین هم دولت ته وسپارلې.
توحیدی په یاد ولایت کې د سولې بهیر ښه ارزیابي کړ او هیله يې څرګنده کړه، چې پاتې کسان به هم له یادې پروسې سره یوځای شي.
په دې اړه لا وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
د یاد ولایت د چارواکو په خبره: په دې ولایت کې تر اوسه پورې ۳۷ تنه د دولت مخالفین د سولې له پروسې سره یوځای شوي دي، خو د تخار ولایت د یو شمېر کلیوالو سیمو خلک شکایت کوي، چې اربکیان یې وخت نا وخت په تکلیفوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


