ads

هلمند كې ۳۲ حلقي ماينونواو درې نيم ټنه امونيم نايترېد ونيول شول

سيمه ييز چارواكي وايي، چې د تېرو  درېيو ورځو په اوږدو كې يې په  بيلابېلو عملياتو كې د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه او اړوندو سيمو كې د پوليسو او ملي امنيت د مؤظفينو د هڅو په پايله كې ۳۲ حلقې ماينونه او درې نيم ټنه امونيم نايترېد نيولي دي. سيمه ييز چارواكي وايي، چې […]

نویسنده: TKG
22 مرغومی 1389

سيمه ييز چارواكي وايي، چې د تېرو  درېيو ورځو په اوږدو كې يې په  بيلابېلو عملياتو كې د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه او اړوندو سيمو كې د پوليسو او ملي امنيت د مؤظفينو د هڅو په پايله كې ۳۲ حلقې ماينونه او درې نيم ټنه امونيم نايترېد نيولي دي.

سيمه ييز چارواكي وايي، چې د تېرو  درېيو ورځو په اوږدو كې يې په  بيلابېلو عملياتو كې د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه او اړوندو سيمو كې د پوليسو او ملي امنيت د مؤظفينو د هڅو په پايله كې ۳۲ حلقې ماينونه او درې نيم ټنه امونيم نايترېد نيولي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال كماالدين شيرزى وايي: ۱۴ حلقې ماينونه يې په لښكرګاه او اړوندو سیمو (سركار او نهرسراج) کې نیولي دي.

نوموړى زياتوي، پر دې سربېره يې دوه ميله كلاشنكوفونه او دوه  پايې مخابري هم د لښكرګاه  د باباجي په سميه كې د يو لړ ترسره شويو عملياتو په تر څ كې نيولي.

د ده په وينا: په همدې حال كې دوه تنه وسله وال طالبان له يو ميل پيكاه، يو ميل كلاشنكوف او دوه  حلقې ماينونو سره له دولت سره يو ځاى شول.

د يوه  بل خبر له مخې د ملي امينت مؤظفينو په  يوه ډاډسون موټر كې ۷۰ بوجۍ امونيم نايترېت، چې طالبان يې په چاويدونكو توكو كې كاروي نيولي دي.

په دې اړه د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكووال وايي، چې دغه مواد د پاكستان له ګردي ځنګل سيمې څخه د اوړو او كيماوي سرې په نوم په دغه موټر كې بار شوي وو، چې د ملي امينت د پټو معلوماتو پر بنسټ د موټر له چلونكي خان محمد سره يو ځاى ونيول شول.

د والي مرستيال زياته كړه، چې په دغه  ډاډ سن موټر كې ۶۰ كارتنه در مل هم ځاى پرځاى شوي وو، چې په غير قانوني ډول لښكرګاه  ته راوړل كېدل.

په همدي حال كې د ملي امنيت مؤظفين وايي، چې تېره شپه يې په يوه رېكشا كې ۱۶ حلقې ماينونه په داسې حال كې د پې ،ار ،ټي يا ولايتي بيارغوني ډلې دروازې ته څېرمه د اكمالاتي موټرونو په تمځاى كې ونيول، چې ټول په يوه ريموټ كنټرول عيار شوي وو.

د ملي امنيت چارواكي وايي، چي  په تړاو يې څوك نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټني روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA