ځايي چارواكو ويلي، چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د مركز په څلور كيلومترۍ كې پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى. د غوريان ولسوال حاجي نصير محمدي كليد
ځايي چارواكو ويلي، چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د مركز په څلور كيلومترۍ كې پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى.
د غوريان ولسوال حاجي نصير محمدي كليد د بريد پخلى كړى او په اړه يې رسنيو ته ويلي، چې په يوه سراچه ډوله موټر كې سپورو وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د برج برق پر امنيتي پوستې د سپكو وسلو بريد وكړ.
نوموړي زياته كړه، چې بريد كې د ملي پوليسو سرتېرو ته كوم زيان نه دى اوښتى او طالبان هم له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي.
په همدې حال كې د وسله والو طالبانو يوه وياند د ټليفون پر كرښه كليد ته د بريد پړه پرغاړه واخيسته او ادعا يې وكړه، چې په بريد كې يې د ملي پوليسو سرتېرو ته زيان اړولى، خو د ده دغه ادعا ځايي چارواكو بې ځايه بللې.
غوريان له ايران سره په ګډه پوله پرته ولسوالي ده، چې تر دې دمه په كې ورته ډېر كم بريدونو رامنځته شوي.
ويل كېږي، چې په دې وروستيو كې وسله والو طالبانو د هرات امنيت لرونكو سيمو ته كډه كړې او له همدغو سيمو څخه په نور ټولو ولسواليو كې ورانكاري عملونه ترسره كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


