د هرات ولايت امنيتي ځواكونو د يوې خبرپاڼې له لارې د هغې ۸ ټنه بې كيفيته مالګې د نيولو خبر وكړ، چې له ايرانه هرات ته رالېږدول شوې وه. ويل كېږي دغه مالګه په ناقانونه توګه له ايرانه هرات ته رالېږدول شوې وه،
د هرات ولايت امنيتي ځواكونو د يوې خبرپاڼې له لارې د هغې ۸ ټنه بې كيفيته مالګې د نيولو خبر وكړ، چې له ايرانه هرات ته رالېږدول شوې وه.
ويل كېږي دغه مالګه په ناقانونه توګه له ايرانه هرات ته رالېږدول شوې وه، چې پرې د ايران د باكيفيته (ايوډين لرونكې مالګې) نښان لګېدلى و.
په هغه خبرپاڼه كې، چې تېره ورځ د هرات ولايت د امنيې قومانداۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنيو ته استول شوې وه، ويل شوي، چې دغه مالګه د خواجه كوزه ګر په سيمه كې په يوه كور كې په ناقانونه ډول بسته بندي كېده.
ويل كېږي دغه توكي د هرات ولايت د جنايي جرمونو سره د مبارې مديريت د كسانو لخوا د څارنوالۍ، عامې روغتيا او د پنځمې امنيتي حوزې د چارواكو پر وړاندې كشف او نيول شوي.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه مالګه د خوړلو نه بلكې د پوستكو د ساتلو او د سړكونو پر سر د يخونه د ماتولو لپاره كارول كېږي.
خبر پاڼه زياتوي، چې د پېښې په تړاو يې دوه تنه نيولي، چې دا مهال د پوليسو لخوا ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي، څو معلوم شي د دغې مالګې اصلي واردونكي څوك دي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم پوليسو د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ كې يوه كارخانه، چې په كې بې كيفيته مالګه توليدېده وتړله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


