د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه پر يوه ايتلافي مرکز د وسله والو طالبانو تر هوان بريدونو وروسته ايتلافي چورلکو پردې وسله والو هوايي بمبار کړى، چې د ځايي چارواکو په خبره څلور تنه پکې وژل شوي.
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه پر يوه ايتلافي مرکز د وسله والو طالبانو تر هوان بريدونو وروسته ايتلافي چورلکو پردې وسله والو هوايي بمبار کړى، چې د ځايي چارواکو په خبره څلور تنه پکې وژل شوي.
د خوګياڼو ولسوال ملک حسن وايي: د شپې لس، يوولس بجې په کږې بازار کې پر ايتلافي مرکز وسله والو طالبانو د هوان درې توغندي وتوغول، چې ورپسې ايتلافي چورلکې هوا ته وختې او د احمدخېلو کلي په ژورې سيمه کې يې څلور بريد کوونکي وسله وال طالبان ووژل.
ولسوال وايي: په بمبار کې ورسره همغږي نه وه موجوده او وژل شوي څلورتنه، چې مړي يې په سيمه کې پاتې وو، د همدې خوګياڼو ولسوالۍ استوګن دي.
د ننګرهار امنيې قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال کليد ته وويل، چې دا او نور هغه پوځي عمليات، چې په ننګرهار کې کېږي، ټولو کې يې دوى سره همغږي شامله ده.
قومندان هم وژل شوي څلور تنه وګڼل او ويې ويل: د يوه نوم يې لعل محمد و، چې په خوګياڼو او شېرزادو کې يې د دولت پرضد وسله والې هڅې کولې.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته ومنله، چې پر ملګرو يې هوايي بمبار شوى، خو ده پکې د وژل شويو شمېر درې تنه وښود.
طالب وياند تر بمبار وړاندې پر ايتلافي مرکز خپلو هوان بريدونو کې بهرنيانو ته د زيان اړولو دعوه هم وکړه، خو چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
خوګياڼي د ننګرهار د شېرزادو او حصارک ولسواليو ترڅنګ يوه هغه ولسوالي ده، چې د روانې مرغومي مياشتې له پيله پکې د سېلاب توپان په نامه د دولت پلوو سرتېرو تصفيوي عمليات روان دي.
پخوا هم په دې ولسوالۍ كې وسله والو طالبان څو ځله تر ورته هوايي بريدونو لاندې راغلي وو، چې دغې ډلې ته پکې د مرګ، ژوبلې دعوې شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


