ads

كابل كې ځانمرګي بريد ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار شاخوا اته بجې د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د علاوالدين په سيمه كې  ځانمرګي بريد وشو، چې په پايله كې يې  درې ملكي وگړي وژل شوي  او ۲۷ نور ټپيان دي.     نن سهار شاخوا اته بجې د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې  د علاوالدين په سيمه كې  […]

نویسنده: TKG
22 مرغومی 1389

نن سهار شاخوا اته بجې د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د علاوالدين په سيمه كې  ځانمرګي بريد وشو، چې په پايله كې يې  درې ملكي وگړي وژل شوي  او ۲۷ نور ټپيان دي.

 

 

نن سهار شاخوا اته بجې د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې  د علاوالدين په سيمه كې  ځانمرګي بريد وشو، چې په پايله كې يې  ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د عامې روغتيا د سپرستې وزيرې ثريا دليل د معلوماتو له مخې په دغه بريد كې ۳ تنه مړه او ۲۷ تنه ټپيان دي، چې د يوه هغه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه چاودنه د موټرسايكل پر مټ د پل سرخ او علاوالدين درې لاري ترمنځ پر غځېدلي سړك د رواني ناروغيو روغتون ته مخامخ شوې او موخه يې د ملي امنيت يو بس و، خو دا لا نه ده معلومه چې مړي او ټپيان ملكي دي او كه نظاميان.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستو كابل ښار كې ورته بريدونو كې كموالى راغلى و، خو دا په دې مياشت كې لومړنۍ هغه بلل كېږي.

په اړه به يې نور جزيات وروسته پر ليكه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA