ads

د كونړ د ملي امنيت مرستيال او موټر چلونكى يې ووژل شول

په کونړ کې نن سهار د ملي امنيت مرستيال رئيس او موټر چلوونکى يې په يوه چاودنه کې ووژل شول،بلخوا د دې ولايت پريوې امنيتي پوستې هم و سله وال بريد شوى. په کونړ کې نن سهار د ملي امنيت مرستيال رئيس او موټر چلوونکى يې په يوه چاودنه کې ووژل شول،بلخوا د دې ولايت […]

نویسنده: TKG
22 مرغومی 1389

په کونړ کې نن سهار د ملي امنيت مرستيال رئيس او موټر چلوونکى يې په يوه چاودنه کې ووژل شول،بلخوا د دې ولايت پريوې امنيتي پوستې هم و سله وال بريد شوى.

په کونړ کې نن سهار د ملي امنيت مرستيال رئيس او موټر چلوونکى يې په يوه چاودنه کې ووژل شول،بلخوا د دې ولايت پريوې امنيتي پوستې هم و سله وال بريد شوى.

يوې لوړ پوړې سرچينې، چې له نوم او غږ خپرولو يې ډډه کوله، کليد ته وويل: چاودنه نن سهار اته بجې د ملي امنيت پر مرستيال رئيس د کونړ د مرکز اسعداباد په نواباد سيمه کې وشوه.

سرچينې د چاودنې څرنګوالى ونه ښود، خو د کونړ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر اسدالله فضلي کليد ته وويل، چې چاودنه يوه ځاى،پرځاى شوي بم رامنځته کړې وه او پکې د ملي امنيت دوه نور کارکوونکي سخت ټپيان شوي هم دي.

روغتيا رئيس وويل: د يوه بل تن له وژل کېدو هم خبر شوى، خو دوى ته يې مړى نه دى ور وړل شوى.

د پېښې مسؤليت د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته پرغاړه واخېست او دعوه يې وکړه، چې د ملي امنيت د مرستيال په ګډون يې څلور تنه پکې وژلي.

طالب وياند د تېرې غرمې پر دوو بجو د همدې کونړ ولايت په شيګل کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کې د درېيو پوليسو د وژنې دعوه هم وکړه، چې يو نوم نه خپرونکي چارواکي يې په پخلي سره له ځاني زيانه ناخبري وښوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA