ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مير علي كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد تر سره كړى، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه مړه او ۲ نور ټپيان دي. د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مير علي كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد تر سره كړى، چې په ترڅ كې […]

نویسنده: TKG
22 مرغومی 1389

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مير علي كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد تر سره كړى، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه مړه او ۲ نور ټپيان دي.

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مير علي كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد تر سره كړى، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه مړه او ۲ نور ټپيان دي.

يوه ځايي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى، رسنيو ته ويلي، چې د چهارشنبې په ورځ امريكايي بې پيلوټه الوتكې له مير علي څخه نږدې ۵ كيلومتره لرې ختيځ خوا ته په حيدر خيلو كلي كې د ظفرخان په نامه د يوه تن پر كور ميزايل وتوغول.

د شمالي وزيريستان چارواكو ويلي، چې په ميزايل بريد كې ۳ تنه وژل شوي او د كور دوه كوټې له منځه تللي او پاتې كوټو ته يې لږ زيان اوښتى.

د راپورونو له مخې، په كوم كور، چې بريد شوى، خاوند يې د حافظ ګل بهادر د ډلې غړى بلل كېږي.

له بريد وروسته ځايي طالبانو مړي نامعلوم لوري ته وړي دي.

بايد وويل شي، چې د جنورۍ په دويم تاريخ شمالي وزيريستان كې د څلورو ورته بريدونو په ترڅ كې ۱۸ تنه وژل شوي وو.

دا په روان ميلادي كال كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو لومړى بريد و، تر دې ووسته په ۷ تاريخ هم په شمالي وزيريستان كې د بې پيلوټه الوتكې بريد شوى و، چې په كې دوه تنه وژل شوي وو.

له دغو بريدونو وروسته د پاكستان صدر اعظم سيد يوسف رضا ګيلاني له امريكې څخه په دې برخه كې د بيا كتنې غوښتنه كړې وه.

د امريكا د جمهور رئيس بارك اوباما په دوره كې په دغو بريدونو كې ډېروالى راغلى او په ترڅ كې يې د طالبانو او القاعدې لسګونه تنه سخت دريزې وژل شوي، خو د ملكي وګړو له مرګ ژوبلې خالي نه وو.

دغه بريد په داسې حال كې كېږي، چې د امريكا مرستيال جمهور رئيس جوبايدن نن پاكستان ته سفر كوي، چې له جمهور رئيس آصف علي زرداردي، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او نورو لوړ پوړو چارواكو سره ليده كاته وكړي او د دواړو هېوادونو پر اړيكو، د سيمې پر امنيت او په ټوله كې به د امنيتي مسايلو په اړه يو بل سره نظرونه شرك كړي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA