د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني وايي، په تېرو كلونو كې، چې نړيوالې ټولنې په افغانستان كې د تروريزم په ضد كومه جګړه پيل كړې ده، ښه پايله يې نه درلودلې، نو اوس موږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو،
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني وايي، په تېرو كلونو كې، چې نړيوالې ټولنې په افغانستان كې د تروريزم په ضد كومه جګړه پيل كړې ده، ښه پايله يې نه درلودلې، نو اوس موږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو، چې د سولې په پروسه كې له موږ سره همكاري وكړي.
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني، چې د دوشنبې په ورځ يې يوې خبري غونډې ته خبرې كولې وويل، چې دوى په دې سفر كې، چې تېره اونۍ يې پاكستان ته درلوده، ښې لاسته راوړنې لرلې او د پاكستان د جمهور رئيس اصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضاګيلاني، لوى درستيز، د اى اېس اى د مشر، د اسلامي ګوندونو له مشرانو او د حزب اسلامي له پلاوي سره ليدنې درلودې، چې دې ټولود دوى سره د سولې په اړه د هر ډول همكارۍ ژمنې وكړې.
نوموړي دا خبره رد كړه، چې دوى د يوې جرګه ګۍ وړانديز كړى دى او يا دا، چې طالبان به په پاكستان كې سياسي دفتر ولري، مګر ده وويل، چې دوى د يوې كاري كمېټې په جوړولو هوكړه كړې ده، ترڅو، چې د سولې لپاره زمينه برابره كړي.
همداراز د ايساف وياند جوزف بلاټز هم په يوه خبري غونډه كې د دوشنبې په ورځ وويل، چې دوى د سولې د عالي شورا او په افغانستان كې د سولې له پروسې څخه ملاتړ كوي.
د سولې د عالي شورا پلاوى په داسې حال كې پاكستان ته سفر كوي، چې ټاكل شوې ده را روانه اونۍ لږ ترلږه ۱۴۰۰ نور تازه دمي امريكايي سرتيري هېواد ته راورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


