د جمهور رئيس كرزي د ۹۳ يمې ګڼې فرمان له مخې نن ۲۸ زندانايان، د كندوز ولايت له مركزي زندانه خوشې شول. د دغه زندانايان د جنايي جرمونو له كبله بنديان شوي وو.
د جمهور رئيس كرزي د ۹۳ يمې ګڼې فرمان له مخې نن ۲۸ زندانايان، د كندوز ولايت له مركزي زندانه خوشې شول. د دغه زندانايان د جنايي جرمونو له كبله بنديان شوي وو.
د کندوز مرستیال والي حمیدالله دانشې په دې اړه خبریالانو ته وویل، چې دوی دغه بندیان د جمهور رئيس د فرمان پر اساس خوشی کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې ډله کې هغه زندانیان شامل دي، چې د بند موده یې له ۲ کلونو څخه کمه پاتې وه.
د کندوز د زندان آمر شامیر امیرپور وویل، چې ۵ تنه بندیان تېره ورځ خوشې شوي دي او۲۱ تنه نور یې نن خوشې کړل، چې په خبره يې ټول ۲۸ تنه کیږي.
د جمهور رئيس د یاد فرمان پر اساس به د ۸۲ تنو زندانیانو د بند په موده کې كمښت راشی.
دا مهال د کندوزپه مركزي زندان کې په بېلا بېلو جرمونو نیول شوي ۴۴۰ تنه زندانیان شتون لري، چې له دغې ډلې څخه ۱۷ تنه يې مېرمنې دي.
دغه زندانیان د زندان د زړې ودانۍ او نورو ستونزو له کبله شکایت کوي او له دولته غواړي، چې د دوی پر دوسیو له سره غور او د اوسېدلو ځایونه دې ورته منظم کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


