ads

د پکتيکا مرکز ته غځېدلې لارې نا امنه دي

که د پکتيکا ولایت اوسنی وضعيت له نورو سره پرتله شي نو په رښتيا هم له پامه غورځېدلی دی. پکتيکا داسې ولسوالی هم لري چې له مرکز ښرنې نه سلګونه کيلومتره لرې پرته او اوسيدونکي       که د پکتيکا ولایت اوسنی وضعيت له نورو سره پرتله شي نو په رښتيا هم له پامه […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1389

که د پکتيکا ولایت اوسنی وضعيت له نورو سره پرتله شي نو په رښتيا هم له پامه غورځېدلی دی. پکتيکا داسې ولسوالی هم لري چې له مرکز ښرنې نه سلګونه کيلومتره لرې پرته او اوسيدونکي

 

 

 

که د پکتيکا ولایت اوسنی وضعيت له نورو سره پرتله شي نو په رښتيا هم له پامه غورځېدلی دی.

پکتيکا داسې ولسوالی هم لري چې له مرکز ښرنې نه سلګونه کيلومتره لرې پرته او اوسيدونکي يې مرکز ته د رسيدو لپاره د موټرونو په وسیله په ساعتونو ساعتونو مزل کوي.

د پکتيکا ولايت اوسيدنکي په دې لويو لارو کې له ناامنيو سر ټکوي. دوی وايي چې د چادونو له ويرې د اصلي لارو پر ځای په غرونو کې مزلونه لنډوي.

د پکتيکا ولايت اوسیدونکی ۳۸ کلن زرولي وايي: (( امنیت نشته، په سړکونو یې بمونه ښخ کړي، په غرو مزلې کوو په غرو.))

خو د پکتيکا ولايت يو تن قومي مشر حاجي مومن د لويو لارو د ناامنيو ترڅنګ له سيمه والو سره په جګړه کې د ښکېلو غاړو ناسم چلند هم د امنيت د خرابوالي عمده علت بولي.

نوموړی وايي:(( امنيت خو د ټول هېواد لپاره اړينه ده خو دلته موږ هم له دولت څخه ويريږو او هم له وسلوالو طالبانو څخه،  دولت مو هم ځوروي او وسله وال طالبان هم.))

د پکتيکا والي محب الله صميم د پکتيکا د اوسيدونکو ستونزې تر يوه بریده مني خو وايی چې د لرې کولو لپاره یې لاس په کار شوي دي.

ښاغلی صمیم وايي: ((ستونزې شته خو دومره ډېرې نه دې لکه مخکې چې وې ځکه اوس د خلکو همکاري له دولت سره زياته شوې.))

پکتيکا ولايت د شمالي وزيرستان له ناامنې سيمې سره تر ۳۲۵ کيلومتره زياته پوله لري.

له پکتيکا څخه تل د دولت د وسله والو مخالفانو تر برید او مړينې وروسته د دغه ولايت ځايي چارواکي وايي چې وسله وال د پولې له هغې غاړې له پټو لارو رااوړي.

د پکتیکا والي په دې اړه وايي چې تر وسه وسه یې د پخوا په نسبت په پوله کې د وسله والو مخالفانو د رااوښتلو مخنیوی کړی: (( دلته په سيمه کې سرحدي پوليس او ملي اردو همدا شان د ناټو ځواکونو ترمنځ همغږي شته او د سرحداتو امنیت د تېر په پرتله ښه دی، خوځينې داسې سيمې شته چې پټې او وړې لارې دي چې وسله وال به له هغه څخه ګټه پورته کوي او دلته به د امنيت د خرابوالي په خاطر راځي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA