ځايي چارواكي وايي، چې تېره ورځ د هرات – تور غونډۍ په لويه لاره وسله والو مخالفينو د تېلو يو ټانكر د سړك د غاړې ماين پر مټ له منځه وړى. امنيتي چارواكي وايي، چې دغه پېښه د كشك رباط سنګي ولسوالۍ په ګنج سيمه كې
ځايي چارواكي وايي، چې تېره ورځ د هرات – تور غونډۍ په لويه لاره وسله والو مخالفينو د تېلو يو ټانكر د سړك د غاړې ماين پر مټ له منځه وړى.
امنيتي چارواكي وايي، چې دغه پېښه د كشك رباط سنګي ولسوالۍ په ګنج سيمه كې رامنځته شوې، چې له كبله يې د تېلو ټانكر له منځه تللى.
د هرات ولايت د سرحدي پوليسو يو افسر چې نه يې غوښتل نوم يې ذكر شي كليد ته وويل، چې دغه ماين په دې نږدې ورځو كې په دې سيمه كې ځاى پر ځاى شوى و.
نوموړي زياته كړه، چې په وروستيو درې ورځو كې دا دويم د تېلو ټانكر دى، چې د وسله والو طالبانو لخوا په نښه كېږي.
د كشك رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، چې د تېلو ډېرى ټانكرې بهرنيو ځواكونو ته اكمالات كوي.
په همدې حال كې د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې دغه ټانكر د تركمنستان له بندره بهرنيو ځواكونو ته تېل لېږدول، چې د ملګرو لخوا يې په نښه شو.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو غوښتل په تور غونډۍ كې د تېلو زېرمې له منځه يوسي، خو د ملي پوليسو لخوا يې بريد په شا وتمبول شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


