د امريکا متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې يوسايډي له لوري نن د ننګرهار دولسو ښوونځيو سره د څه باندې څوارلس سوو چوکيو مرسته وشوه. د ننګرهار د پوهنې رئيس الله داد اسماعيلزي کليد ته وويل:
د امريکا متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې يوسايډي له لوري نن د ننګرهار دولسو ښوونځيو سره د څه باندې څوارلس سوو چوکيو مرسته وشوه.
د ننګرهار د پوهنې رئيس الله داد اسماعيلزي کليد ته وويل: دا مرسته د شينوارو لويې ولسوالۍ اړوندو درېيو ولسواليو (غني خېل، سپين غر او اچين ) سره شوې، چې ورسره به په دې ولسواليو کې د دولسو ښوونځيو زده کوونکو ته ښوونيزې اسانتياوې زياتې شي.
پوهنې رئيس د داسې مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه او ويې ويل: مرستندويې موسسې دې له هغو ښوونځيو سره هم مرستې وکړي، چې له داسې اسانتياوو بې برخې دي.
پوهنې رياست ته د مرستې سپارنې په دې غونډه کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې له دغه رياسته وغوښتل، چې يوازې ښاري ښوونځيو ته دې زيات پام نه کوي، بلکس په ټول ننګرهار کې دې د پوهنې يو ډول پرمختګ خپله موخه وګرځوي.
د يوسايډي موسېسې يوه استازي وويل: پر مادي مرستو سربېره يې ادارې، د پوهنې د کيفيت لوړولو ته هم کار کړى او د ده په وينا: ځانته ننګرهار کې يې لس زره ښوونکو ته روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


