ads

د بهرنيو ځواكونو بمبار كې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تېره ورځ ناوخته د بهرنيو ځواکونو چورلکو د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د لکړي په کلي کې درې کسان وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی. د سیمې اوسيدونکي وايي، چې درې واړه کسان ملکي وګړي   تېره ورځ ناوخته د بهرنيو ځواکونو چورلکو د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د لکړي په […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1389

تېره ورځ ناوخته د بهرنيو ځواکونو چورلکو د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د لکړي په کلي کې درې کسان وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی. د سیمې اوسيدونکي وايي، چې درې واړه کسان ملکي وګړي

 

تېره ورځ ناوخته د بهرنيو ځواکونو چورلکو د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د لکړي په کلي کې درې کسان وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی.

د سیمې اوسيدونکي وايي، چې درې واړه کسان ملکي وګړي او د همدې کلي اوسيدونکي وو، خو بهرني ځواکونه وایي، چې دغو کسانو کې یو د طالبانو قوماندان میرویس صبری هم شامل و، چې په ماین خښولو، وژنو او نورو تروریستي پیښو کې يې لاس درلود.

دوى زياتوي، چې دغه كس يې د کره معلوماتو په ترڅ کې وژلي دي.

په سیمه کې اوسیدونکي وایي، چې لمړی څارګرې الوتکې سیمې ته راغلې او ورپسې چورلکې يادې سیمې ته ورغلي او بمبار يې وکړ.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وژل شوي کسان خپل ملګري نه بلكې ملكي خلك بولي.

ده دا هم وویل، چې په وژل شویو کسانو کې داسې څوک هم شته، چې څه وخت وړاندې د دوی د کسانو لخوا د جاسوسۍ په تور نیولی شوي وو، خو بېرته خوشې شوي وو.

صبري د خوست يوه له هغه ولسوالیو څخه ده، چې هم په کې د وسله والو طالبانو نفوذ زیات دی او هم پکې بهرني ځواکونه عملیات ډېر تر سره کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA