ads

د بلبورډونو په نصبولو قانون نه پلى كېږي

د اساسي قانون د تصويب د ورځې په وياړ د اساسي قانون پر تطبيق  د څار كمسیون  له خوا داسې مهال په كابل  کې تبليغاتي بل بوردونه لګول شوي چې لا هم قانون پر زورواکانو نه دی پلی شوی. د اساسي قانون د تصويب د ورځې په وياړ د اساسي قانون پر تطبيق  د څار […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1389

د اساسي قانون د تصويب د ورځې په وياړ د اساسي قانون پر تطبيق  د څار كمسیون  له خوا داسې مهال په كابل  کې تبليغاتي بل بوردونه لګول شوي چې لا هم قانون پر زورواکانو نه دی پلی شوی.

د اساسي قانون د تصويب د ورځې په وياړ د اساسي قانون پر تطبيق  د څار كمسیون  له خوا داسې مهال په كابل  کې تبليغاتي بل بوردونه لګول شوي چې لا هم قانون پر زورواکانو نه دی پلی شوی.

شواهد ښيي چې  د اساسي قانون پر تطبيق  د څار كمسیون   له لوري د دې بل بوردونو جوړول بې معنی او بې ځایه لګښت دی چې فساد ته لاره خلاصوي.

پر دغو بل بوردونو لیک شوي (( د مرغومي ۱۴مه د اساسي قانون د تصویب ورځ د خدای څخه ټولو هېوادوالو ته نیکمرغه غواړو.))

دا پر اساسي قانون د څار او تطبیق کمسیون چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د ښاغلي ګل الرحمن قاضي په مشرۍ پر دنده پیل کړې لومړنۍ هڅه برېښي چې د کارپوهانو په وینا ښايي له بې مشغولۍ یې ورمخه کړې وي.

څارونکي وايي كميسون بايد د قانون د تطبيق لپاره  پر اجرايي اړخونو کار وکړي، نه دا چې د نمایشي شعارونو په وسیله د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي.

په كابل كې مېشت د سياسي چارو شنونكى داد نوراني همدا خبره کوي او وايي چې تر اوسه د قانون د تطبيق لپاره كار نه دى شوى  او په داسې حالاتو كې د تبليغاتو په ځاى  د قانون د تطبيق لپاره كار كول په كار دي:(( هغه  خلك چې د جنګ مجرمان دي  تر اوسه  په واك كې دي، كه دوى دا كار كولى، په يو  لږ ټوکر يې هم كولى شو او يا يې د رسنيو له لارې په وړيا توګه اعلانونه كولای شول.))

د ښاغلي نوراني  په اند د  اساسي قانون پر تطبيق  د څار كميسون  دا اقدام فقط د دې معنی ښندي  چې دوى هم د ا كار د فساد لپاره كړى:(( دا  په خپله د فساد يو ډول دى، له دې لارې  د پېسو تر لاسه كولو ته  يوه لاره جوړوي.))

نوراني وايي، د دې كار  مشخص هدف هم  نه دی څرګند او که کوم ځانګړی هدف هم ولري، هغه به د پیسو ترلاسه کول وي.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز  مشر ښاغلی  عبدالغفور ليوال هم د اساسي قانون پر تطبیق ټینګار کوي او د څار کمسیون له لوري د مبارکۍ د بل بوردونو لګول، بې ارزښته ګام بولي:(( تر اوسه په هېواد كې د قانون حاكميت نشته او په داسې حالاتو كې له هر څه مهمه خبره د قانون تطبيق  دى نه د قانون د تصويب د ورځې لمانځنه.))

د لیوال په خبره  د اساسي قانون پر تطبيق  د څار كميسون  دنده پر اساسي قانون  څار او د هغه تطبیق دی.

د لېوال په باور د دې لوحو له  لګولو دوه هدفونه جوت  ښكاري چې يو يې په خپله د كمسیون  د چارواكو له خو  د خلكو په منځ كې د محبوبيت موندل دي او بل يې خلكو ته د قانون د عملي كېدو په اړه د ذهنيت وركول چې  دا يوه  مثبته لاره ده، خو دا بايد وكتل شي چې په دومره لګښت ارزي او كه نه: (( که دا د دومره لګښت په ځاى دا پيسې د قانون د عملي كېدو په لاره لګول شوې واى  ارزښت به يې له دې ډېر و.))

عام خلك هم پر همدې باور دي چې یاد کمسیون د دې لوحو په لګولو هڅه کوي چې په خلکو کې محبوبیت پیدا کړي، خو له دې غافله دي چې خلک له دا ډول نمایشي کارونو سخته کرکه لري.

د كابل ښار اوسېدونكى ۲۵ کلن  رحيم الله وايي : (( په دې کار دوی موږ ته نه ګرانېږي، نور مو څوک نه شي تېر ایستی، بس دوی خپل جیبونه ډکوي، پر دوی یې څه چې قانون تطبیقېږي او که نه؟))

نوموړى زیاتوي:(( دا دی دا څووم کال دی… لک… لکه  چې اووم کال دی، قانون جوړ شوی، خو چا منلی، کرزي منلی، شورا منلی، چا منلی ته راته ووایه چې چا منلی؟ دا خوشې خبرې دې چې دوی یې کوي.))

د کابل ښار بل اوسېدونکي ګل آغا یعقوبي چې د دهمزنګ په چوک کې د هوايي پله دپاسه دا لوحه په خپلو سترګو لیدلې وايي چې ډېر یې ورته خندلي دي، ځکه د هغه په خبره هم یې املا او انشا غلط ده او هم محتوا نه لري: ((کرزي صاحب په ټلویزیون کې په وویل چې په قانون کې خارجبان مداخله کوي، زه پوښتنه کوم چې ولې دا مداخله نه بندېږي، آیا موږ ته د دغسې قانون مبارکي وايي چې بهرنیان په کې په لاس وهنه کوي، دا خو زما په فکر د خندا خبره ده د خندا.))

دا په داسې حال کې ده چې  د اساسي قانون پر تطبيق  د څار كميسون  وايي چې دا كار يې د خلكو د پوهاوي لپاره كړى.

د دې كميسون مشر ګل رحمن  قاضي کلید ته وويل چې د دې بل بوردونو له لګولو يې هدف عامو خلكو ته د قانون په اړه معلومات وركول دي.

كه څه هم استاد قاضي د دې بل بوردونو د شمېرې په اړه  زیات  معلومات نه وركوي، خو زياتوي چې د امكاناتو د كمښت له کبله یې يوازې په كابل كې لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه کمیسیون رهبري د دغو بل بوردونو د لګولو او چاپولو له مصرفه هم بې خبري ښيي.

استاد قاضي وايي:(( د بل بوردونو د شمېر او لګښت په اړه لا تخنیکي همکارانو معلومات نه دي راکړي.))

د يادونې ده چې اساسي قانون د ۱۳۸۳ كال د مرغومې په ۱۴مه تصويب شوی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA