ads

جوبايډن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی

د امريکا مرستيال جمهور رئيس  جوبايډن تېر ماښام په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغى. په کابل کې د امريکا سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې مرستيال   د امريکا مرستيال جمهور رئيس  جوبايډن تېر ماښام په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغى. په کابل کې د امريکا سفارت لخوا […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1389

د امريکا مرستيال جمهور رئيس  جوبايډن تېر ماښام په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغى. په کابل کې د امريکا سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې مرستيال

 

د امريکا مرستيال جمهور رئيس  جوبايډن تېر ماښام په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغى.

په کابل کې د امريکا سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې مرستيال جمهور رئيس به جمهور رئيس کرزي او نورو چارواکو سره وګوري.

سرچينې زياته کړې، چې افغانستان ته د مرستيال جمهور رئيس  د سفر موخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د مسؤليت سپارلو له پروسې له نږدې ليدنه او افغانستان سره د امريکا د اوږود مهاله همکاريو پر كړيو ژمنو ټينګار كول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې، جوبايډن به له جمهور رئيس  کرزي سره د ليدنې ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو امريکايي سرتېرو او ملکي کارکوونکو سره هم وګوري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې مرستيال جمهور رئيس  به په کابل کې د افغان ملي ځواکونو له روزنيز مرکز څخه هم ليدنه وكړي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA