په کندوز ولایت کې لس تنه د دولت مخالفین د سولی له پروسې سره یوځای شول او خپلی وسلې یی دولت وسپارلې. دغه راز ځايي چارواکو په همدې سيمه كې د مهماتو د یوې زیرمې د کشفوادعا هم وكړه.
په کندوز ولایت کې لس تنه د دولت مخالفین د سولی له پروسې سره یوځای شول او خپلی وسلې یی دولت وسپارلې.
دغه راز ځايي چارواکو په همدې سيمه كې د مهماتو د یوې زیرمې د کشفوادعا هم وكړه.
د کندوز ولایت امنیتی ځواکونه وایي، چې د یاد ولایت مرکز ګور تیپې په سیمه کې دوی ته لس تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای تسليم شوي دي.
د کندوز ولایت د امنیه قومندانې ویاند هارون اریایي په دې اړه كليد ته وویل، چې دغه لس کسیزه ډله، چې مشری يې ملا محمد کوله له خپلو وسلو سره پرون دولت ته تسلیم شوه.
د يو بل خبر له مخې هارون ادعا وكړه، چې په یاده سیمه کې يې د ملا محمد انور له کور څخه د یوې تالاشۍ پر مهال د مهماتو یوه زېرمه کشف كړې، چې په خبره يې د ریموټ کنترول وسایل هم په کې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


