د پكتيا امنيتي چارواكي وايي، چې په ګردېز ښار كې يې يو تښتول شوى موټر نيولى دى، چې په وينا يې: له پلازمېنې كابل څخه راتښتول شوى و. د پكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وايي: د دې موټر مالكان وايي، د موټر د غلا پر مها
د پكتيا امنيتي چارواكي وايي، چې په ګردېز ښار كې يې يو تښتول شوى موټر نيولى دى، چې په وينا يې: له پلازمېنې كابل څخه راتښتول شوى و.
د پكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وايي: د دې موټر مالكان وايي، د موټر د غلا پر مهال غله يو قتل هم كړى.
كه څه هم تر دې دمه معلومه نه ده، چې د دې موټر په تښتولو كې به د چا لاس وي، خو چارواكي وايي:دوى يې د تښتونكې ډلې د نيونې هڅې پيل كړې دي.
دا لوموړى ځل نه دى، چې په پكتيا كې د امنيتي ځواكونو له خوا تښتول شوى موټر نيول كېږي بلكې له دې وړاندې هم څو، څو ځلې د غلو ډلې او تښتول شوي موټر او موټر سايكلې نيول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


