ads

هلمند ته د استونيا د بهرنيو چارو د وزير سفر

د استونيا د بهرنيو چارو وزير ارماس پيټ په يوه ناڅاپي سفر له هلمنده ليدنه وكړه. دغه بهرني چارواكي د يكشنبې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ په دې ولايت كې     د استونيا د بهرنيو چارو وزير ارماس پيټ په يوه ناڅاپي سفر له هلمنده ليدنه وكړه. دغه بهرني چارواكي د يكشنبې […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1389

د استونيا د بهرنيو چارو وزير ارماس پيټ په يوه ناڅاپي سفر له هلمنده ليدنه وكړه. دغه بهرني چارواكي د يكشنبې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ په دې ولايت كې

 

 

د استونيا د بهرنيو چارو وزير ارماس پيټ په يوه ناڅاپي سفر له هلمنده ليدنه وكړه.

دغه بهرني چارواكي د يكشنبې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ په دې ولايت كې د خپلو سرتېرو د ليدو ترڅنګ د هلمند له والي او دولتي چارواكو سره هم وليدل او د خپل هېواد لخوا يې له افغان دولت سره په مرستو ټينګار وكړ.

ځايې چارواكي وايي، چې استونيا كه څه هم يو كوچنۍ هېواد دى، خو د امنيت د ساتلو ترڅنګ یې د روغتيا په برخه كې په هلمند كې مرستې كړې دي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل تر دې ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل، چې نوموړي بهرني چارواكي ورسره د پوليسو په روزنه، د مخدره  توكو په مخنيوي، بيارغونې او د روغتيا په برخه كې له افغان دولت او په ځانګړي توګه له هلمند ولايت سره د مرستې ژمنه وكړه.

ګلاب منګل زياته كړه: هلمند ته د استونيا د بهرنيو چارو د وزير سفر موخه د خپلو سرتېرو ليدل او د امنيت اروزل وو.

د ده  په خبره: تر دې دمخه هم استونيا په هلمند كې د روغتيا په برخه كې د پام وړ مرستې كړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د استونيا هېواد د ايساف په  چوكاټ كې ۱۵۰ سرتېرې لري، چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د امنيت  په ساتلو بوخت دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA