افغان ملي اردو په کونړ کې د مخامخې نښتې پر مهال د درېيو طالب قومندانانو د وژنې دعوه كوي. په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا وياند جګړن شيرين آقا وايي:
افغان ملي اردو په کونړ کې د مخامخې نښتې پر مهال د درېيو طالب قومندانانو د وژنې دعوه كوي.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا وياند جګړن شيرين آقا وايي: د وسله والو طالبانو دغه قومندانان پرون د ماڼوګي ولسوالۍ په ترله سيمه کې د دوى سرتېرو سره په مخامخه نښته کې وژل شوي.
د ملي اردو وياند د پېښې کره وخت ونه ښود او ورسره يې په نښته کې خپلې غاړې ته هم د زيان اوښتو يا نه اوښتو څه ونه ويل.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کونړ د والي او نورو اړوندو چارواکو نظر هم ولرو، خو د نه حاضرېدو له امله يې پاتې راغلو.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم کليد ته پردې دعوې ناخبري وښوده.
د درېيو طالب قومندانانو د وژنې دعوه په کونړ کې په داسې مهال کېږي، چې پرون په هغه ولايت کې د افغان او ايتلافي ځواکونو د همغږۍ قومندان کليد ته د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد د کره ځمکنيو او هوايي عملياتو د پلان جوړونې خبر ورکړ.
په ماڼوګي کې، چې د پرونۍ پېښې دعوه پکې شوې او له نارامو ولسواليو ګڼل کېږي، د تېرې جمعې او شنبې پرشپو پکې پر وسله والو طالبانو ايتلافي چورلکو هوايي بريدونه کړي وو، چې دغې ډلې خپله پکې د خپلو ديارلسو تنو مرګ، ژوبله منلې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


