د کندوز امنیتی چارواکو د مشترکو عملیاتو په پایله کې د ۱۷ تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ. د کندوز امنیه قومندان ویاند هارون اریایي کلید ته وویل، چې تېره شپه د افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو
د کندوز امنیتی چارواکو د مشترکو عملیاتو په پایله کې د ۱۷ تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د کندوز امنیه قومندان ویاند هارون اریایي کلید ته وویل، چې تېره شپه د افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو په ګډوعملیاتو کې، چې د یاد ولایت په دشت ارچې ولسوالې كې ترسره شوي، ۱۷ وسله وال طالبان پكې وژل شوي دي.
نوموړي زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې په امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو ولسوال مولوي ظاهر او قومندان کریم، چې په ارچي کې يې د وسله والو مشري کوله هم شامل دي.
اريايي زیاته کړه، چې د ظابط مرچک په نوم د تخار د جواجه غار ولسوالۍ مشر هم وژل شوی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې ظابط مرچك څه موده وړاندې د تخار له زندانه تښتېدلی و او د سیمې ډیر خطرناک قومندا ن بلل كېده.
بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د ټليفون له لارې ادعا وكړه، چې تېر ماښام یې د کندوز ښار اړوند د باغ شرکت په سیمه کې په یوه کلا کې ماینونه ښخ کړ ي وو، چې د هغه په خبره په یاده چاودنه کې ګڼ شمېر پولس وژل شوي دي، خو د کندوز د امنیت امر سمنوال عبدالرحمن اقتاش بیا د طالبانو دغه ادعا ناسمه بولي.
د یادونې وړ ده، چې د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې په اړه تر اوسه پورې وسله والو طالبان هیڅ نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


