نن سهار لس بجې او پنځلس دقيقې د کندهار ولايت په سپين بودلدک ولسوالۍ کې د موټر پر مټ ځانمرګى بريد شوى او له كبله يې دوه ملي پوليس او يو ملکي وګړى ووژل شول.
نن سهار لس بجې او پنځلس دقيقې د کندهار ولايت په سپين بودلدک ولسوالۍ کې د موټر پر مټ ځانمرګى بريد شوى او له كبله يې دوه ملي پوليس او يو ملکي وګړى ووژل شول.
د سپين بولدک ولسوال حاجي عبدالغني کليد ته وويل، چي دوى د ياد بريد کوونکي په اړه مخکي له مخکي معلومات درلوده او هغه يې څارلو، خو کله يې چي امنيتي ځواکونو د نيولو هڅه وکړه هغه له ناچارۍ د کندهار – بولدک پر غځېدلي سړک د هوت د غره او رباط ترمنځ د ظريف باوړۍ په سيمه کې د پوليسو د رېنجر موټر سره خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
د دغه بريد مسؤليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى، په اړه يې د دې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چي په ياد بريد کې يې ١٩ تنه پوليس وژلي دي.
د يادونې وړ ده، چې نږدې درې ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريد شوى و، چې په ترڅ كې يې د سرحدي پوليسو په شمول ۴۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

