ads

قاچاق كېدونكې ډبرې ونيول شوې

ځايې چارواكي وايي، چې امنيتي ځواكونو د پكتيا ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كې څلور لارۍ قيمتي ډبرې نيولي دي، چې ګاونډ پاكستان ته په قاچاقي ډول وړل كېدې. ځايې چارواكي وايي، چې امنيتي ځواكونو د پكتيا ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كې څلور لارۍ قيمتي ډبرې نيولي دي، چې ګاونډ پاكستان ته په قاچاقي […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1389

ځايې چارواكي وايي، چې امنيتي ځواكونو د پكتيا ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كې څلور لارۍ قيمتي ډبرې نيولي دي، چې ګاونډ پاكستان ته په قاچاقي ډول وړل كېدې.

ځايې چارواكي وايي، چې امنيتي ځواكونو د پكتيا ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كې څلور لارۍ قيمتي ډبرې نيولي دي، چې ګاونډ پاكستان ته په قاچاقي ډول وړل كېدې.

د پكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وايي، چې د نيول شويو كروميت ډبرو د قاچاق په تور يې شپږ تنه هم نيولي دي.

نوموړى زياتوي: دا ډبرې د پكتيا ولايت سره له نښتي ولايت لوګر څخه راوړل شوې دي.

د وزي ځدراڼ ولسوال عبدالولي ځدراڼ هم د دې پخلى كوي، چې په ياده ولسوالۍ كې د كروميت ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې ده.

ولسوال د نيول شويو ډبرو وزن شاوخوا (۸۰) ټنه يادوي او وايي، چې په مليونونو افغانۍ ارزښت لري.

كه څه هم دا لومړى ځل نه دى، چې په پكتيا ولايت كې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيول كېږي، خو په دې ورستيو كې د ځايې چارواكو په اند په زياته پيمانه قاچاق كېدونكې ډبرې بلل كېږي، چې ګاونډي پاكستان ته يې د لېږد هڅه كېدله.

سره له دې، چې چارواكي د قيمتي ډبرو د نيول كېدو او د قاچاق د مخنيوي خبرونه يې وخت ناوخت رسنيو ته وركوي، خو بيا هم د جنوب ختيځ زون په ولايتونو كې خلك اندېښنه لري، چې كروميت او نورې قيمتي ډبرې په پټه له هېواده ايستل كېږي.

پاتې دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د پكتيا ولايت د مركز ګردېز اړوند تېره سيمه كې قاچاق كېدونكې كروميت ډبرې نيول شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA