ads

د اړتيا پرمهال به عمليات د ختيځ زون ۴ واړو ولايتونو ته وغځول شي

د دوه سو ه يو سېلاب قول اردو قومندان وايي: د سېلاب توپان په نامه د ملي اردو په مشرۍ پيل شوي تصفيوي عمليات به د اړتيا پرمهال د ختيځ زون څلورو واړو ولايتونو ته وغځول شي او لويه ځانګړنه د دوه سو ه يو سېلاب قول اردو قومندان وايي: د سېلاب توپان په نامه […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1389
د اړتيا پرمهال به عمليات د ختيځ زون ۴ واړو ولايتونو ته وغځول شي

د دوه سو ه يو سېلاب قول اردو قومندان وايي: د سېلاب توپان په نامه د ملي اردو په مشرۍ پيل شوي تصفيوي عمليات به د اړتيا پرمهال د ختيځ زون څلورو واړو ولايتونو ته وغځول شي او لويه ځانګړنه

د دوه سو ه يو سېلاب قول اردو قومندان وايي: د سېلاب توپان په نامه د ملي اردو په مشرۍ پيل شوي تصفيوي عمليات به د اړتيا پرمهال د ختيځ زون څلورو واړو ولايتونو ته وغځول شي او لويه ځانګړنه به يې داوي، چې له و لسي مرګ، ژوبلې به پکې مخنيوى کېږي.

تورن جنرال ارکان حرب عبدالله، چې پرون جلال اباد ته په يوه رسمي سفر راغلى و، د ننګرهار په شېرزادو، خوګياڼو او حصارک ولسواليو کې د روانې مياشتې له پيله پيل شوي دا عمليات هم بريالي وبلل.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا وياند جګړن شيرين آقا کليد ته وويل: د قول اردو قومندان د ختيځ زون په څلورو واړو ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له همغږي کوونکو قومندانانو او ملي اردو سرتېرو سره هم وکتل.

د ده په وينا: قومندان يې د ننګرهار پر درېيو ولسواليو روان تصفيوي عمليات په دې وستايل، چې کوم ولسي زيان پکې نه دى پېښ شوى او ټينګار يې وکړ، چې که د ختيځ کومه بله سيمه کې هم د عملياتو اړتيا ليدل کېږي، بايد د همغو ولايتونو د ولايتي شورا غړو او ځايي چارواکو سره پرې مشوره و شي.

د ملي اردو دغه وياند ونه ويل، چې د دوى په اند د ختيځ زون کومو سيمو کې د تصفيوي عملياتو اړتيا شته، خو ويې ويل: عمليات يې د بهرنيو ځواکونو له هوايي ملاتړه برخمن دي.

څه موده وړاندې په ختيځ کې د ملي اردو قومندان کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال په ننګرهار کې له  نوم اخېستو پرته يو شمېر سرحدي سيمې، په کونړ کې د چپې درې او ورسره خواکې څو ولسوالۍ او نورستان کې کامدېش ولسوالي د تصفيې لپاره په نښه شوې سيمې ګڼلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA