ads

بمي چاودنې د ملي پوليسو دوه سرتېري ټپيان كړل

د ننګرهار  په چپرهار ولسوالۍ کې نن د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې چې چارواکي وايي: دوه پوليس يې په برسېرنه توګه ټپيان کړي. د چپرهار ولسوال معلم معشوق کليد ته  وويل: چاودنه د شعېب کلا تر يوه پولچک   د ننګرهار  په چپرهار ولسوالۍ کې نن د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1389

د ننګرهار  په چپرهار ولسوالۍ کې نن د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې چې چارواکي وايي: دوه پوليس يې په برسېرنه توګه ټپيان کړي. د چپرهار ولسوال معلم معشوق کليد ته  وويل: چاودنه د شعېب کلا تر يوه پولچک

 

د ننګرهار  په چپرهار ولسوالۍ کې نن د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې چې چارواکي وايي: دوه پوليس يې په برسېرنه توګه ټپيان کړي.

د چپرهار ولسوال معلم معشوق کليد ته  وويل: چاودنه د شعېب کلا تر يوه پولچک لاندې د خښ شوي ماين له امله غرمه مهال رامنځته شوه، چې يوازې دوه پوليس پکې ټپيان دي.

ولسوال د ټپي شويو پوليسو روغتيا د ډاډ وړ ګڼي او وايي: له چاودنې سره ماين خښونکو له سيمې تېښته کړې.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د پېښې مسوليت پرغاړه واخېست او دعوه يې وکړه، چې پينځه پوليس يې پکې وژلي.

چپرهار چې د جلال اباد جنوب ته په شاوخوا دېرش کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده،چې وخت،نا وخت ترې د ناامنيو ورته خبرونه راځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA