ايتلافي ځواکونه دعوه لري، چې وړمه شپه يې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د مشرتابه شورا يوه غړي پسې پوځي عملياتو کې يو تن نيولى.
ايتلافي ځواکونه دعوه لري، چې وړمه شپه يې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د مشرتابه شورا يوه غړي پسې پوځي عملياتو کې يو تن نيولى.
په ختيځ کې د دې ځواکونو له مطبوعاتي ادارې څخه کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې عمليات په هغه لوړپوړي طالب مشر پسې شوي، چې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه او القاعدې ډلې سره يې هم اړيکې وې.
خبرپاڼه کې د دغه ادعا شوي طالب مشر نوم نه دى اخېستل شوى، خو زياته شوې چې هغه په جلال اباد ښار او بهسود او پچېراګام ولسواليو کې پر ولسي خلکو او امنيتي ځواکونو ځانمرګي او وسله وال بريدونه سمبالول.
ايتلافي ځواکونه وايي: عملياتو کې يې له کومې نښتې او زيان پرته يو تن نيولى، خو لا ښکاره نه ده، چې دا به هماغه طالب مشر وي او کنه؟
د چپرهارولسوال معلم مشعوق بيا کليد ته وويل: په ولسوالۍ کې يې له داسې کومې نيونې نه دى خبر، خو ګومان کوي، چې دا عمليات به په بټي کوټ ولسوالۍ کې شوي وي.
د بټي کوټ ولسوال بيا کليد ته وويل: په دې ولسوالۍ کې هم کومه داسې نيونه نه ده شوې.
د ننګرهار د والي او امنيې قومندانۍ وياندويانو هم کليد سره خبرو کې له دې عملياتو او په کې د چا له نيونې ناخبري وښوده.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم کليد ته رد کړه، چې ګواکې کوم مشر ملګرى يې په چپرهار کې نيول شوى.
چپرهار، چې د جلال اباد ښار جنوب ته نېږدې په دېرش کيلومترۍ کې پرته سيمه ده، څه موده وړاندې پکې د عملياتو پرمهال څو لوړ پوړي ځايي طالب مشران نيول شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


