په کونړ کې چارواکي وايي، چې د افغان او ايتلافي ځواکونو په همغږۍ يې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد د کره ځمکنيو او هوايي عملياتو پلان جوړکړى. په دې ولايت کې د افغان او ايتلافي ځواکونو د همغږي کوونکي مرکز
په کونړ کې چارواکي وايي، چې د افغان او ايتلافي ځواکونو په همغږۍ يې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد د کره ځمکنيو او هوايي عملياتو پلان جوړکړى.
په دې ولايت کې د افغان او ايتلافي ځواکونو د همغږي کوونکي مرکز (او،سي،سي،پي) قومندان جنرال نواب په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته زياته کړه، چې د دې عملياتو توپېر به له پخوانيو سره دا وي، چې د ايتلافي ځواکونو برابر افغان ځواکونه هم په کې د دقيقو معلوماتو د ورکونې مسوليت پرغاړه لري.
جنرال نواب په دې اړه ډېر جزيات ورنکړل، خو ويې ويل: د عملياتو پر مهال به پوره هڅه کېږي، چې پرته له ملكي مرګ ژوبلې مخالفين په كې په نښه شي.
د کونړ د ګډو ځواکونو قومندان دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په تېرو درېيو شپو کې دوه شپې سر، په سر د ايتلافي ځواکونو چورلکو د دې ولايت په نارامه ماڼوګي ولسوالۍ کې د جلا،جلا بريدونو پرمهال ديارلسو وسله والو طالبانو ته مرګ، ژوبله واوړوله.
وسله والو طالبانو هم د دغې مرګ ژوبلې پخلى كړى و.
دا چې د ګډو ځواکونو نور عمليات به کله، په کوم ډول او پر کومو سيمو کېږي؟ لا ښکاره نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


