ځايي پوليس وايي، چې د نيمروز او ايران ترمنځ پولې ته څېرمه يې د كرستال په نامه ۱۶۰ كيلو ګرامه نشه توكي نيولي دي. د دوى په وينا، دغه توكي په يوه ټېلر ډوله موټر كې بار وو او بندروالى سيمه كې د پوليسو لخوا كشف او ونيول شول.
ځايي پوليس وايي، چې د نيمروز او ايران ترمنځ پولې ته څېرمه يې د كرستال په نامه ۱۶۰ كيلو ګرامه نشه توكي نيولي دي.
د دوى په وينا، دغه توكي په يوه ټېلر ډوله موټر كې بار وو او بندروالى سيمه كې د پوليسو لخوا كشف او ونيول شول.
د نيمروز ولايت د امنيت امر موسى رسولي په دې اړه كليد ته وويل، چې قاچاقبرانو نيټ درلود، چې دغه نشه يي توكي ايران ته ولېږدوي.
نوموړي زياته كړه، چې د پېښې په تړاو يې دوه تنه نيولي، چې په امنيه قومندانۍ كې ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه نيول شويو كسانو په لومړنيو پلټنو كې منلې، چې دغه توكي يې ايران ته لېږدول.
د روان لمريز كال له پيله تر دې دمه په دې ولايت كې ۲زره كيلو ګرامه نشه يي توكي كشف او عاملين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


