په کندهار ښار کې ناپېژاندو موټرسايکل سپرو په غلچکي بريدونوکي دوه تنه وژلي دي. لومړى تن تېره شپه د اوو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د پنځمي ناحيې اړوند په کلاچې
په کندهار ښار کې ناپېژاندو موټرسايکل سپرو په غلچکي بريدونوکي دوه تنه وژلي دي.
لومړى تن تېره شپه د اوو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د پنځمي ناحيې اړوند په کلاچې سيمي کې هغه مهال د ناپېژاندو موټرسايکل سپرو له لوري ووژل شو، چې له جومات څخه د کور پرلور روان و.
د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد وايې، چې وژل شوي تن يو ځوان و، خو زياته يې کړه، چې ياده پېښه شخصي ده او د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.
دويمه پېښه تېره ورځ ماسپښين دوه بجې د کندهار ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند په دوه لاري سيمه کې رامنځته شوې.
د کندهار امنيه قوماندان وايې، يوه تن، چي خصوصي امنيتي کمپينۍ ته يې خپل کور په کرايه ورکړى و د ناپېژاندو موټرسايکل سپرو په بريد كې ووژل شو.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې يوځل بيا په غلچکي بريدونو او چاودنو کې زياتوالى راغلى، چې په دې لړ کې ګڼ شمېر دولتي او عام وګړي وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


