د كندوز ښار لسوګونه اوسېدونكو د بهرنيو ځواكونو دخپل سريو عملياتو پرضد لاريون وكړ. دغو لاریون کوونکو، چې شمېر یې د لسګونو تنو په شاخوا کې و له خیابان واټ څخه
د كندوز ښار لسوګونه اوسېدونكو د بهرنيو ځواكونو دخپل سريو عملياتو پرضد لاريون وكړ.
دغو لاریون کوونکو، چې شمېر یې د لسګونو تنو په شاخوا کې و له خیابان واټ څخه د کندوز ولایت مقام ته په غځیدلي سړک روان وو او مرګ پر بهرنیانو شعارونه يې وركول.
دغو کسانو د خپلسريو عملیات د غندنې ترڅنګ د تېرې شپې د نیول شویو کسانو د ژر ترژره خوشې کېدو غوښتنه هم کوله.
تېره شپه د کندوز ښار په زړه کې د خیابان مدرسې ترڅنګ په یوه کور باندی بهرنیوځواکونو چاپه اچولې وه او د یوې کورنۍ ۵ تنه غړي ې له ځانه سره ژوندي وړي وو.
د کور خاوند نورالله ادعا کوله، چې بهرنیو ځواکونو یی له کوره ۵۰ زره ډالر، لس لکه افغانۍ او د مېرمنو ګاڼې هم وړې دي.
نوموړي له وسله والو طالبانو سره هر ډول اړیکې په کلکه رد كړې دي، خو په اړه یی تراوسه بهرنیو ځواکونو څه نه دي ویلي.
د کندوز مرستیال والي لاريون كوونكو ته وویل، چې دوی له بهرنیو خاصو ځواکونو سره خبرې اترې کړي، چې په پایله کې نن دوه تنه کوچنیان خوشې شي او پاتې کسان به بیا وروسته له پوښتنو ګرویږنو څخه خوشې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


