ads

كندوز كې د بهرنيو ځواكونو خپلسري عمليات

تېره شپه د کندوز ښار په زړه کې بهرنیو ځواکونو پر یوه کور چاپه اچولې او  ۵ تنه يې له ځانه سره وړي دي. د کندوز مرستیال والي حمیدالله دانشی د پېښې پخلی كوي او وايي       تېره شپه د کندوز ښار په زړه کې بهرنیو ځواکونو پر یوه کور چاپه اچولې او […]

نویسنده: TKG
19 مرغومی 1389

تېره شپه د کندوز ښار په زړه کې بهرنیو ځواکونو پر یوه کور چاپه اچولې او  ۵ تنه يې له ځانه سره وړي دي. د کندوز مرستیال والي حمیدالله دانشی د پېښې پخلی كوي او وايي

 

 

 

تېره شپه د کندوز ښار په زړه کې بهرنیو ځواکونو پر یوه کور چاپه اچولې او ۵ تنه يې له ځانه سره وړي دي.

د کندوز مرستیال والي حمیدالله دانشی د پېښې پخلی كوي او وايي، چې دغه چاپه د کندوز ښار په زړه كې د خیابان مدرسې ترڅنګ پر یوه کور اچول شوې، خو په اړه يې نور جزيات ورنه كړل.

بلخوا د کور خاوند قارى نورالله وایي. چې بهرنیو ځواکونو يې په کور چاپه اچولې چې او د کورنۍ ۵ غړي يې له ځانه سره وړي.

نورالله زیاتوي، چې چاپه اچوونکیو ۵۰ زره ډالر او لس زره افغانۍ او د مېرمنو سره زرهم له ځانه سره وړي دي.

په نیول شویو کسانو کی ماشومان هم شامل دي، چې عمرونه یې ۱۲-۱۳ کلونو پورې دي.

نوموړي له مخالفينو سره اړیکې رد كړې دي او وايي، چې ټولو خلکو ته څرګنده ده، چې دوی بې طرفه خلک دي.

یاده پېښه د کندوز مرستيال والي حمید الله دانشی هم وغندله، خو تراوسه پورې په دې اړه بهرنیو ځواکونو لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دی وروستیو کې په یاد ولایت کې خپلسري عملیات زیات شوي دي، چې ډیری عام خلک ورڅخه ناخوښ او له دولته غوښتنه كوي، چې د دا ډول عملياتو مخه ونیسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA