د سولې عالي شورا پلاوي له پاكستاني چارواكو سره د يوې ګډې جرګه ګۍ پرجوړېدو هوكړې ته رسېدلي دي. د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني رسنيو سره په خبرو كې ويلي
د سولې عالي شورا پلاوي له پاكستاني چارواكو سره د يوې ګډې جرګه ګۍ پرجوړېدو هوكړې ته رسېدلي دي.
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني رسنيو سره په خبرو كې ويلي، چې دوى له پاكستاني چارواكو سره د سولې د راوستلو په موخه په يوې ګډې جرګه ګۍ د جوړېدو پرسر هوكړې ته سره رسېدلي او هيله من دي، چې ډېر ژر به جوړه شي، خو د جرګه ګۍ د ځاى او ګډونكونكو په اړه موافقه نه ده شوې.
استاد رباني همداراز ويلي، چې پاكستاني چارواكو سره يې په څلور ورځنيو خبرو كې د طالبانو د سياسي دفتر د پرانېستلو په اړه خبرې نه دي كړي، چې په كوم ځاى يا بل هېواد كې به ياد دفتر پرانېستل كېږي،خو په دې برخه كې هيڅ راز مخالفت نه لري.
نوموړي همداراز هيله څرګنده كړې، چې پاكستان به د سولې له بهير سره هر راز همكاري وكړي دا ځكه، چې سوله او امنيت د دواړو هېوادونو په ګټه دى.
بلخوا د پاكستان جمهور رئيس اصف علي زرداري ويلي، چې دوى د هرې هغې طرحې ملاتړ كوي، چې په دغه هېواد كې پرې ثبات رامنځته كېداى شي.
بل پلو ته په هېواد كې سياسي كارپوهان او د ولسي جرګې غړي بيا د سولې په راوستلو كې ګاوڼدي هېوادونه او امريكا په دوه ګوني چلند تورنوي.
د ولسي جرګې غړى داود سلطانزوى وايي، درې كاله دمخه د پاكستان او افغانستان ترمنځ يوه پنځلس سوه كسيزه ګډه جرګه جوړه شوه، خو په غوښتنو او وړاندېزونو يې هيڅ راز كار نه دى شوى.
نوموړى زياتوي، چې پاكستان ته د ياد شوي پلاوي سفر يواځې د باور رامنځته كولو لپاره ترسره كېږي، چې تر ډېره دا شان سفرونه تبليغاتي، سمبوليك او د سياسي اهدافو لپاره جوړيږي او له ځانه سره مثبتې پايلې هم نه لري.
داود سلطانزوى زيات كړه، چې ګاونډي هېوادونه او د سيمې استخباراتي كړۍ خپلې ملكي ادارې په افغانستان كې د سولې راوستلو او په دې برخه كې رېښتني اقدام ته نه پرېږدي.
بلخوا د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده بياوايي، كېداى شي دغه پلاوى له ځانه سره يوه اندازه لاسته راوړنې ولري، خو زياتوي، چې د افغانستان شخړه او ستونزه سيمه ييزه او نړيواله بڼه لري او تر هغې چې د پاكستان او هندوستان، ايران او امريكا ترمنځ راولاړو شويو ستونزو، سياليو او غوښتونو ته د حل يوه لاره پيدانه شي، دى فكر نه كوي، چې په افغانستان كې دې سوله او امنيت راشي او بلاخره وسله وال مخالفين دې هم د سولې له پروسې سره يوځاى شي.
د سياسي چارو كارپوه فضل الرحمن اوريا وايي، دغه پلاوى د هېواد، سيمې او نړۍ په كچه لازم صلاحيت نه لري، ترڅو له وسله والو مخالفينو سره خبرې وكړي، او له بلې خوا پاكستان په دغه پلاوي باور نه لري، نو په همدې خاطر ياد پلاوى تش لاس تلى او تش لاس به بېرته راستنېږي.
د سولې د عالي شورا پنځلس كسيز پلاوي په خپل څلور ورځني سفر كې د پاكستان له جمهور رئيس اصف علي زرداري، ميا نوازشريف، لومړي وزيرسيد يوسف رضا ګيلاني، د پاكستان د استخباراتي ادارې له مشر شجاع پاشا، له لوى درستيز جنرال اشفاق كياني، د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان، د سنا جرګې له رئيس، دخيبر پښتونخوا له مشرانو او همداراز له يو شمېرنورو سياسي او مذهبي شخصيتونو سره ليدلي دي، چې په خپل وار يادو شويو پاكستاني چارواكو د سولې عالي شورا پلاوي سره ژمنه كړې، چې د سولې په راوستلو كې به ورسره هر راز همكاري وكړي.
د ياده ولووړ ده، چې د سولې عالي شورا له تېرو څو مياشتو څخه جوړه شوې، چې شاوخوا شپېته كسه غړي لري، خو لا تردې دمه يې نيغ په نيغه له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې نه دي كړي او له بلې خوا وسله والو طالبانو او حزب اسلامي هم لا د پخوا راهيسې په هېواد كې د نړيوالو سرتېرو په شتون كې له افغان دولت سره د هرراز خبرو اترو څخه ډډه كړې ده.
همداراز د ياده ولو وړ ده، چې د سولې عالي شورا د هېواد په دننه كې يو شمېر ولايتونو ته د وسله والو مخالفينو سره د پخلاينې او خبرو اترو په موخه سفرونه كړي، خو په مستقيمه توګه يې له وسله والو مخالفينو سره ليدلي نه دي او لا تر دې دمه ياده شورا له ځانه سره هيڅ راز لاسته راوړنې نه لري.
و مو غوښتل چې پاكستان ته د سولې د عالي شورا د سفر په اړه د حكومت نظر هم واخلو پرې ونه توانېدو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


