ads

امريکا افغانستان ته نويو سرتېرو د لېږلو خبر وركړ

د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس موافقه وکړه، چې افغانستان ته څوارلس سوه نور امريکايي پوځيان ولېږل شي، څو له دې هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو د پيل تر نېټې مخکې او د طالبانو د حملو د فصل تر پيلېدو وړاندې د  هغوى پر ضد عمليات وکړي. د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس موافقه […]

نویسنده: TKG
18 مرغومی 1389

د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس موافقه وکړه، چې افغانستان ته څوارلس سوه نور امريکايي پوځيان ولېږل شي، څو له دې هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو د پيل تر نېټې مخکې او د طالبانو د حملو د فصل تر پيلېدو وړاندې د  هغوى پر ضد عمليات وکړي.

وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د امريکايي چارواکو خولې راپور ورکړى، چې دا امريکايي پوځيان به تر پسرلي مخکې، چې د جګړې فصل دى، افغانستان ته د جنورۍ تر نيمايي يعني شاوخوا يوه اوونۍ وروسته ورسېږي.

راپور زياتوي، چې دا څوارلس سوه اضافي سرتېري به په کندهار ولايت کې ځاي پرځاي شي.

دا هم ويل شوي، چې قومندانان په يو لړ وړانديزونو غور کوي، چې د سمندري پليو ځواکونو په څنګ کې په موقتي ډول د جبهې په لومړيو کرښو کې د امريکايي پوځيانو شمېر زيات کړي.

که دا پلان يا وړانديز تصويب شو نو ټولټال درې زره نور امريکايي پوځيان به واستول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA