امنتيي چارواکو په جنوب لويديځ زون، کندهار، زابل، ارزګان او دايکنډي کې د ( اتل اميد) په نوم د عملياتو د پلان غځونې خبره وركړ. دغه پلان، چې ١٣٩٠ کال لپاره جوړ شوى او ١٨ مياشتې به دوام وکړي موخه يې د دولت د وسله والو مخالفينو ځپل، بیارغونه، حکومتداري او د ترهګریزو بریدونو او ماينونو مخکې له مخکې شنډول دي.
امنتيي چارواکو په جنوب لويديځ زون، کندهار، زابل، ارزګان او دايکنډي کې د ( اتل اميد) په نوم د عملياتو د پلان غځونې خبره وركړ.
دغه پلان، چې ١٣٩٠ کال لپاره جوړ شوى او ١٨ مياشتې به دوام وکړي موخه يې د دولت د وسله والو مخالفينو ځپل، بیارغونه، حکومتداري او د ترهګریزو بریدونو او ماينونو مخکې له مخکې شنډول دي.
په دې اړه د کندهار ٢٠٥ اتل قول اردو په قومندانۍ کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د وسله وال پوځ لوى درستيز، د جنوب لوېديځ زون واليانو، امنيتي چارواکو او په جنوب لوېديځ زون کې د ايساف ځواکونو قوماندان برخه درلوده.
په کندهار کې د دوه پنځوسم اتل قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالحميد وايي، چې د دې عملياتو اساسي موخه د دولت د مخالفينو تر ولکۍ لاندې سيمو نيول او پرې دولتي حاکميت او د حکومت رامنځته کول دي.
د هغه په وينا: دا يو نوى پلان نه بلکې د تېر پلان د مودې غځول دي، چې په ترڅ کې به يې دغه لړۍ د ټول جنوب لويديځ زون په کچه عملي شي، چې په هغه کې تر ټولو مهمې د کندهار د ماينشين، غورک ،شاوليکوټ او خاکريز ولسوالۍ
د يادونې وړ ده، چې دغه عمليات د همکارى په نوم د تدابيري پلان هغه برخه ده، چې قابو يو کال وړاندې د کندهار ښار ترڅنګ په پنجوايي، ارغنداب، ژړۍ او ډنډ ولسواليو کې پيل شوه.
که څه هم چارواکي د يادو عملياتو په ترڅ کې له وسله والو څخه د يادو سيمو د پاکېدا خبره کوي، خو وسله وال مخالفين وايي، چې هر ځل د ژمي په رارسېدو سره د دوى په بريدونو کې کموالى راځي او وروسته بېرته زر اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


