ads

له دولت سره د ۷ وسله والو طالبانو د يو ځاى كېدو خبر وركړل شو

ځايي چارواكو په فاراياب ولايت كې له دولت سره د ۷ وسله والو طالبانو د يو ځاى كېدو خبر وركړ. د فاراياب د والي واند محمد جاويد بيدار كليد ته د ټليفون پر ليكه وويل، چې دغه كسان په پشتون كوټ   ځايي چارواكو په فاراياب ولايت كې له دولت سره د ۷ وسله والو […]

نویسنده: TKG
16 مرغومی 1389

ځايي چارواكو په فاراياب ولايت كې له دولت سره د ۷ وسله والو طالبانو د يو ځاى كېدو خبر وركړ. د فاراياب د والي واند محمد جاويد بيدار كليد ته د ټليفون پر ليكه وويل، چې دغه كسان په پشتون كوټ

 

ځايي چارواكو په فاراياب ولايت كې له دولت سره د ۷ وسله والو طالبانو د يو ځاى كېدو خبر وركړ.

د فاراياب د والي واند محمد جاويد بيدار كليد ته د ټليفون پر ليكه وويل، چې دغه كسان په پشتون كوټ ولسوالۍ كې له خپلو وسلو سره يو ځاى دولت ته تسليم شوي دي.

نوموړي زياته كړې: په هغو وسلو كې، چې دوى له ځانه سره يو ځاى راوړې وې، دوه ميله راكټ، دوه ميله پيكا، څلور ميله كلاشينكوفونه او يوه اندازه مهمات شامل دي.

د بيدار د معلوماتو له مخې، ځايي سپين ږيرو د نوموړ كسانو د سر ضمانت كړى او دوى كولاى شي د پوليسو په ليكه كې شامل شي.

د يادونې وړ ده، چې تر اوسه په فارياب ولايت كې ۴۵ تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA