د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کياني سره وليدل. د پوځ د عامه اړيکو له دفتره يوه خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، چې دغه ليدنه تېر ماښام وشوه.
د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کياني سره وليدل.
د پوځ د عامه اړيکو له دفتره يوه خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، چې دغه ليدنه تېر ماښام وشوه.
سرچينې زياته کړې، چې دواړو لوريو د افغانستان په وروستني امنيتي حالت، د ګډې پولې پر امنيت او نورو امنيتي موضوعاتو خبرې وکړې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د افغان پلاوي مشر برهان الدين رباني په افغانستان کې د سولې د هلو ځلو په برخه کې د پاکستان د رول او د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې په ترڅ کې د پاکستان د پوځ د قربانيو ستاينه وکړه.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې رباني د پاکستان د پوځ مشر ته د سولې د عالي شورا له موخو او طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پروسې په اړه هم معلومات ورکړل.
جنرال کياني ويلي، چې د افغانستان امنيت د ټولې سيمې لپاره مهم دی، نو ځکه بايد د سيمې ټول هېوادونه په دې برخه کې خپل اخلاص وښيي.
ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوی به د پاکستان له جمهور رئيس او لومړي وزير سره هم وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


