د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونونو (ايساف) د يوې خبر پاڼې له لارې د هېواد په ختيځ كې د خپلو دوو سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ. خبرپاڼه کاږي، چې دغه سرتېري د ماين په چاودنه كې وژل شوي،
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونونو (ايساف) د يوې خبر پاڼې له لارې د هېواد په ختيځ كې د خپلو دوو سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ.
خبرپاڼه کاږي، چې دغه سرتېري د ماين په چاودنه كې وژل شوي، خو دا يې په كې په ډاګه كړې نه ده، چې دغه سرتېري د كوم هېواد او د وژل كېدو كره ځاى يې كوم دى.
په دې سره د ۲۰۱۱ ميلادي كال د لومړۍ مياشت كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ۵ تنه ورسېده.
تېر كال په هېواد كې نږدې ۷۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


