ځايي چارواكي وايي، چې د نيمرزو ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې د يوې چاودنې په ترڅ كې د ملي پوليسو ۳ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته. د نيمروز ولايت د امنيت امر موسى رسولي د پېښې پخلى كړى او زياته كړې ده،
ځايي چارواكي وايي، چې د نيمرزو ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې د يوې چاودنې په ترڅ كې د ملي پوليسو ۳ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د نيمروز ولايت د امنيت امر موسى رسولي د پېښې پخلى كړى او زياته كړې ده، چې پېښه تېر ماښام په پشت حسن كلي كې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي پوليسو يو رېنجر موټر د سړك د غاړې پر يوه ماين ور برابر شو.
نوموړي زياته كړې، چې په دې پېښه كې د ملي پوليسو يو سرتېرى مړ او دوه نور ټپيان دي.
د رسولي د معلوماتو له مخې په پېښه كې د ټپي پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دى.
په همدې حال كې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بريد پړه پر غاړه اخيستې او زياته كړې يې ده، چې پېښه كې يې د ملي پوليسو درې سرتېري له پښو غورځولي.
خاشرود له هملند ولايت سره په پوله پرته هغه ولسوالي ده، چې د نيمروز ولايت تر نورو ولسواليو په كې د وسله والو طالبانو شتون زيات ښودل كېږي.
كه څه هم څو ځله دولت په دې ولسوالۍ كې چاڼيز عمليات ترسره كړي، خو لا يې هم مثبته اغېز نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


