ځايي چارواكي وايي، چې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې څلور ماين خښوونکي د ماين اېښودلو پر مهال ووژل شول. د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر مسؤل زلمي ايوبي رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه د پنجوايي ولسوالۍ
ځايي چارواكي وايي، چې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې څلور ماين خښوونکي د ماين اېښودلو پر مهال ووژل شول.
د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر مسؤل زلمي ايوبي رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې رامنځته شوې.
هغه زياته کړې، څلور واړو وسله والو مخالفينو د يادې شوې سيمې پر لويه لاره ماين خښاوه، چې پرې چاودېدلى او څلور واړه يې ځاى پر ځاى وژلي دي.
د نوموړي په خبره، مخالفينو دغه ماين د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د وژلو په موخه ځاى پر ځاى کاوه، چې هغوى يې په خپله ښکار شول.
د پنجوايي ولسوال حاجي شاه باران خاکسار هم د پېښې پخلى کوي او وايي، چې پوليسو سيمه له نږدې کتلې او وژل شوي وګړي ماين خښوونکي دي.
په خپله وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
وسله وال مخالفين په دې وروستيو کې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د ځپلو په موخه په زياته کچه د ماينونو له خښولو کار اخلي، چې ډېرى مهال په کې د دولتي ځواکونو او ملکي وګړيو تر څنګ، په خپله هغوى ته هم مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


