ads

فراه كې د بهرنيو ځواكونو پر كاروان بمي چاودنه

د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ كې پر بهرنيو ځواكونو د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، خو د لومړنيو معلوماتو له مخې چا ته په كې ځاني زيان نه دى اوښتى.     د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ كې پر بهرنيو ځواكونو د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، خو د […]

نویسنده: TKG
15 مرغومی 1389

د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ كې پر بهرنيو ځواكونو د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، خو د لومړنيو معلوماتو له مخې چا ته په كې ځاني زيان نه دى اوښتى.

 

 

د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ كې پر بهرنيو ځواكونو د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، خو د لومړنيو معلوماتو له مخې چا ته په كې ځاني زيان نه دى اوښتى.

د فراه ولايت د امنيې قومندانۍ د اپراسيون امر محمد منير د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې بهرني ځواكونه په سيمه كې پر ګرزمه بوخت وو.

نوموړي زياته كړه، چې په پېښه كې د بهرنيو ځواكونو موټر ويجاړ شوى، خو په كې سپورو ته كوم زيان نه دى اوښتى.

د نوموړي په وينا، دغه ماين په دې نږدې ورځو كې د وسله والو طالبانو لخوا اېښودل شوى و.

په همدې حال كې د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي  رسنيو ته په خبرو كې ادعا كړې، چې په موټر كې ټول سپاره بهرنيان يې وژلي دي، خو د ده دغه ادعا لا په سيمه كې بهرنيو ځواكونو او ځايي چارواكو نه ده منلې.

د سياسي چارو شنونكي په دې اند دي، چې كه په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې پر بهرنيو ځواكونو بريدونه همداسې دوام ومومي، نو د تېر كال په پرتله به يې زيان څو برابره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA