ads

دفاع وزارت د اميد په نامه د عملياتو د پيل خبر وركړ

ملي دفاع وزارت چارواكو په راتلونكو اتلسو مياشتو كې د  هېواد په  نا امنو سيمو كې د امېد په  نامه  د  عملياتو له  پيلېدو خبر وركړ. د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چارشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل،   ملي دفاع وزارت چارواكو په راتلونكو اتلسو مياشتو كې د  هېواد […]

نویسنده: TKG
15 مرغومی 1389
دفاع وزارت د اميد په نامه د عملياتو د پيل خبر وركړ

ملي دفاع وزارت چارواكو په راتلونكو اتلسو مياشتو كې د  هېواد په  نا امنو سيمو كې د امېد په  نامه  د  عملياتو له  پيلېدو خبر وركړ. د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چارشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل،

 

ملي دفاع وزارت چارواكو په راتلونكو اتلسو مياشتو كې د  هېواد په  نا امنو سيمو كې د امېد په  نامه  د  عملياتو له  پيلېدو خبر وركړ.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چارشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې دوى د دايمي امنيت او د سولې راوستلو په موخه د هېواد په نا امنو سيمو كې د وسله والو مخالفينو پرضد د امېد په نامه عمليات پيل كړي،  چې اتلس مياشتې به دوام وكړي، چې له نورو امنيتي ارګانونو سره به په ګډه پر مخ يوړل شي.

د جنرال عظيمي په وينا: راتلونكى كال به د وسله والو مخالفينو پرضد عمليات چټك او د پام وړ فشار به  پرې راوستل شي.

نوموړى زياتوي، چې  نړيوالو ځواكونو د راتلونكي كال لپاره  د ملي اردو هوايي ځواك لپاره ځانګړې بوديجه په نظر كې نيولې، چې ترڅو يې روزنه او سمبالنه ښه ترسره شي.

د امېد په نامه عمليات په داسې حال پيليږي، چې د تېر ۲۰۱۰ كال د نظامي عملياتو په ترڅ كې ۲۴۰۰ ملكي خلك، ۱۲۹۲ ملي پوليس، ۷۰۰ نړيوال سرتيري، ۸۰۰ د ملي اردو سرتيري او ۵۲۲۵  تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي، خو وسله والو مخالفينو لا تردې دمه د خپلو وژل شويو كسانو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده،  چې د ملي اردو د سرتېرو شمېره دا مهال نژدې يونيم لكو ته رسيږي، خو ملي دفاع وزارت بياوايي، چې دوى به راتلونكي كال كې دا شمېره نژدې يولكو اويا زرو او په راتلونكو څلورو كلونو كې به دغه شمېره نژدې څلور سووو زرو ته ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA