د سرحدي پوليسو چارواکي د دې ترڅنګ، چې له ډېورنډ کرښې سره د ننګرهار سرحدي سيمو کې د هيروين توليدونکو کارځايونو د شتوالي خبر ورکوي، وايي پرضد يې قاطع پوځي عمليات پيلوي.
د سرحدي پوليسو چارواکي د دې ترڅنګ، چې له ډېورنډ کرښې سره د ننګرهار سرحدي سيمو کې د هيروين توليدونکو کارځايونو د شتوالي خبر ورکوي، وايي پرضد يې قاطع پوځي عمليات پيلوي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي: تېرماښام يې هم پوليسو د اچين ولسوالۍ په ډمګل غره کې نېم ساعت د هيروينو قاچاقګرو سره مخامخه نښته کړې او ورپسې يې اتلس کيلو هيروين له دغو قاچاقګرو لاسته راوړي.
امرخېل د کليد د يوې پوښتنې په ځواب کې ومنله، چې په اچين او ورسره خوا سرحدي سيمو کې د هيروينو توليدونې منظمې ثابتې او ګرځنده فابريکې موجودې دي.
قومندان د دې کارځايونو د شمېر او نورو جزياتو په اړه څه ونه ويل، خو ويې ويل د کرښې هغې غاړې ته هم له دې ځايه هيروين او نېشه يي توکي قاچاق کېږي.
د سرحدي پوليسو قومندان د نيول شويو هيروينو په اړه وويل، چې په تور يې څوک نه دى نيول شوى او په سر يې شوې نښته کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
ده چې په دې غره ييزو سرحدي سيمو کې د نېشه يي توکيو پرضد مبارزه ګرانه ګڼله، وويل: ځواکونه يې پر وړاندې برياليتوب لپاره هوايي ملاتړ او نورو تجهيزاتو ته اړتيا لري.
مل پاسوال امرخېل دا هم ومنله، چې له نېشه يي توکيو سره نيول کېدونکي کسان اکثره مهال د اداري فساد له امله تر محاکمې وړاندې پرېښودل کېږي، خو ويې ويل: ده په خپلې ادارې کې د دې کار د مخنيوي هڅه کړې.
څه موده وړاندې په اچين کې امريکايي او روسي ځواکونو هم په ګډه د يوه هيروين توليدونکي کارځاى پرضد عمليات کړي وو، چې په وينايې: په لويه کچه نېشه يي توکي يې لاسته راوړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


