ايساف ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې دوه تنه ووژل. د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد رسنيو ته وويل، چې ياد عمليات تېره شپه د ايساف ځواکونو لخوا
ايساف ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې دوه تنه ووژل.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد رسنيو ته وويل، چې ياد عمليات تېره شپه د ايساف ځواکونو لخوا د مخکنيو معلوماتو له مخې تر سره شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه عمليات وروسته تر هغې همدې ولسوالۍ د ادم خېلو په کلي کې د پشم ګل پر کور تر سره شول، چې يو شمېر وسله وال طالبان په کې راټول شوي وو.
د شاهد په وينا، د عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو له ياد شوي کوره پر بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې، چې په ځوابي ډزو کې، پشم ګل، چې عام وګړى او د هغه اوښى، چې وسله وال طالب و، وژل شوي دي.
شاهد وايي، چې د پشم ګل د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


