ځايي چارواكي وايي، چې ايراني پوله ساتو ځواكونو د نيمروز او ايران ترمنځ په پوله درې افغانان وژلي. د نیمروز ولایت امنیه قومندان عبدلجبار پردلي د تليفون په کرښه د دې خبر د تائید ترڅنګ کلید ته وویل
ځايي چارواكي وايي، چې ايراني پوله ساتو ځواكونو د نيمروز او ايران ترمنځ په پوله درې افغانان وژلي.
د نیمروز ولایت امنیه قومندان عبدلجبار پردلي د تليفون په کرښه د دې خبر د تائید ترڅنګ کلید ته وویل، چې دې درې تنو افغانانو غوښتل د ایران خاوری ته ور واوړي، چې د اوښتو په جریان کې د ایرانې پوله ساتو پولیسو لخوا په بې رحمۍ سره ووژل شول.
نوموړي زياته كړه، چې د درېواړو مړي د نیمروز ولایت یوه جومات ته راوړل شوي او دا لا نده معلومه، چې د افغانستان د کوم ولایت اوسېدونکي دي.
ویل کېږي، چې دا پېښه د زرنج په 15 کیلو مترۍ کې په فیروزه ای سیمه کې رامنځته شوې.
دا درې تنه افغانان په داسې حال کې د ایراني ځواکونو لخوا وژل کېږي، چې په دې ورستیو کې یو تلویزیون د یو ګروپ افغانانو انځورونه خپاره کړل، چې مړي او ټپیان يې د ایران په خاوره کې پراته وو او ایراني پولیس يې ترڅنګ تېرېږي او خنداوې پرې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


