د دولت دري پنځوس تنه وسله وال مخالفين د دوشنبې په ورځ د ملي پخلاينې د كمېسيون له لارې له دولت سره يوځاى شول. د ملي پخلاينې د كمېسيون چارواكي وايي، چې دا كسان د غزني، لوګر، وردګ او كاپيسا له ولايتونو څخه
د دولت دري پنځوس تنه وسله وال مخالفين د دوشنبې په ورځ د ملي پخلاينې د كمېسيون له لارې له دولت سره يوځاى شول.
د ملي پخلاينې د كمېسيون چارواكي وايي، چې دا كسان د غزني، لوګر، وردګ او كاپيسا له ولايتونو څخه د خپلو دېرش ميله بېلا بېلو وسلو سره د ملي پخلاينې له پروګرام سره د قومي مشرانو په همكارۍ يو ځاى او وسلې يې د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.
د ملي پخلاينې د خپلواك كمېسيون مشر صبغت الله مجددي وويل: دواړه لوريو ته وژل كېدونكي افغانان دي، هغه كه طالب وي او ياغير طالب بايد ټول له دې پروسې سره يو ځاى شي.
مجددي په خپلو خبرو كې وعده وركړه، چې دې كسانو ته به دكار زمينه برابره كړي، خو د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده بيا وايي: له دې كسانو سره، چې دولت كومې ژمنې كوي، نو دولت بيا په خپلو ژمنو باندې عمل نه كوي، نه دوى ته د ژوندانه اسانتياوې برابروي او نه دوى په امن كې وي ،حتا د كورنيو او بهرنيو ځواكونو له خوا نيول كيږي، چې دا كړنې د طالبانو صفونو ته د دوى د بېرته ګرځېدو لامل كيږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ياد كمېسيون له جوړېدو څخه څه باندې پنځه كاله تېرېږي او د كمېسيون چارواكي تردې مهاله له دې پروسې سره له لس زرو څخه د ډېر مخالفينو د يوځاى كېدو دعوه كوي، خو له دې سره سره ورځ تر بلې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د دولت د مخالفينو د پياوړي كېدو خبرونه هم خپريږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


