ads

کندهار کې ۳ خصوصي امنيتي كمپنۍ منحل شوې

په كندهار ولايت كې د خصوصي امنيتي كمپنيو د منحل كېدو په په لړ كې دريو نورو كمپنيو ۷٢ ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې كولو پروګرام ته وسپارلې. په كندهار ولايت كې د خصوصي امنيتي كمپنيو د منحل كېدو په په لړ كې دريو نورو كمپنيو ۷٢ ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ […]

نویسنده: TKG
14 مرغومی 1389

په كندهار ولايت كې د خصوصي امنيتي كمپنيو د منحل كېدو په په لړ كې دريو نورو كمپنيو ۷٢ ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې كولو پروګرام ته وسپارلې.

په كندهار ولايت كې د خصوصي امنيتي كمپنيو د منحل كېدو په په لړ كې دريو نورو كمپنيو ۷٢ ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې كولو پروګرام ته وسپارلې.

د كندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد رسنيو ته وويل، چې دغه درې كمپنۍ د عبدالحبيب شېرزي، ګلالي او ارغستان په نومونو وې او له يادو كمپنيو څخه يې ۷٢ ميله درنې اوسپكې وسلې ترلاسه كړي.

د مجاهد په وينا: دا مهال يې ګڼ شمېر خصوصي امنيتي کمپنۍ بې وسلې کړي او ځينو ته يې وخت ورکړى، ترڅو په خپله خوښه دوى ته وسلې وسپاري.

په کندهار کې د ډاياګ مسؤلين وايي، چې د هېواد په کچه کندهار دويم ولايت دى، چې په کې زيات شمېر خصوصي امنيتي کمپنيو خپلې وسلې ډاياګ ته سپارلي دي.

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې هم د لسو امنيتي کمپينو څخه ٢٠٤ ميله بېلابېلي درنې او سپکې وسلې د ډاياګ يا بې وسلو کولو پروګرام ته سپارلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA